د ایران سفارت د ورښتونو قربانیانو سره خواخوږي وښوده

کابل کې د ایران سفارت د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو درنو ورښتونو له امله د یو شمېر هېوادوالو د شهادت له کبله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې د یادو پېښو قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او له افغان ولس سره یې خپله همدردي شریکه کړې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ډول طبیعي پېښې د انساني ژوند لپاره درنې او دردناکې پایلې لري او د قربانیانو له کورنیو سره د غم په دې شېبو کې ولاړ دي.
د ایران سفارت همداراز د افغانستان خلکو ته د زغم او حوصلې هیله کړې او ټینګار یې کړی چې د طبیعي پېښو پر وړاندې ګډ انساني همدردي او همکاري کولای شي د دغو ستونزو اغېزې راکمې کړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w228w

