د برېښنا اجرائیوي رئيس د قرغیزستان له سفیر سره پر (کاسا ۱۰۰۰) پورژې بحث کړی

د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رییس، ډاکتر عبدالباري عمر د قرغیزستان له سفیر «تورداکون سیدیکوف» سره کتلي، او د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې پر تخنیکي اړخونو، ستونزو، حل‌لارو او په دې اړه شویو څو اړخیزو ناستو خبرې شوې دي.
د برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې د ډاکتر عبدالباري عمر له قوله ویل شوي چې دوی د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې د چارو چټکتیا په موخه د یادې پروې اړوند قراردادي هندي کمپنۍ سره ناستې کړې دي.
د برېښنا شرکت رییس همداراز قرغیزستان هېواد ته په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې د پانګونې بلنه ورکړې ده.

 

لینک کوتاه

https://sarie.news/a352s
دکمه بازگشت به بالا