د برېښنا شرکت رییس د نړیوال انرژۍ کنفرانس لپاره ترکمنستان ته ولاړ

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس، ډاکټر عبدالباري عمر او مل تخنیکي پلاوی د انرژۍ، ساختمان، صنعت او کیمیاوي موادو ۲۰۲۵(CIET) اړوند لوی نړیوال جوړیدونکي کنفرانس کې د ګډون په موخه د ترکمنستان «ترکمن باشي» ښار ته سفر کړی دی.
د برېښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې چې ډاکټر عبدالباري عمر به د یاد کنفرانس په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو د برېښنا انرژۍ سکټور له لوړپوړو مسوولینو سره ناستې هم ولري.
سرچینې لیکلي چې یاد کنفرانس کې به د برېښنا انرژۍ بېلابېلو اړخونو په اړه بحث کیږي او اړوند نندارتون کې به د برېښنا لېږد او شبکو برېښنايي عصري تجهیزات نندارې ته وړاندې کیږي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6922a

