د تاریختېرو درملو له منځه وړل؛ د عامې روغتیا د ساتنې لپاره بنسټیز اقدام

روغتیايي کارپوهان وایي، د تاریختېرو، بېکیفیته او ناقانونه درملو شتون د عامې روغتیا لپاره یو جدي ګواښ دی. د دوی په وینا، د دغو درملو استعمال نه یوازې دا چې د ناروغانو درملنه له اغېزه غورځوي، بلکې د درملو پر وړاندې د مقاومت، د ناروغیو د لا پېچلتیا او د روغتیايي نظام پر وړاندې د خلکو د باور د کمزورۍ لامل هم ګرځي.
ډاکټر فریدالله عمري، د انتاني ناروغیو ترینر متخصص، د سریع خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، د تاریختېرو، بېکیفیته او ناقانونه درملو راټولول او سوځول یو اړین او پر وخت اقدام دی. د هغه په خبره، که دا ډول درمل د روغتونونو، درملتونونو او یا هم د نورو لارو د عامو خلکو لاس ته ورسېږي، نو جدي روغتیايي ستونزې رامنځته کوي.
نوموړي زیاته کړه، هغه ناروغان چې په بېلابېلو ناروغیو اخته وي، کله چې بېکیفیته یا ناقانونه درمل استعمال کړي، نه یوازې دا چې درملنه یې اغېزمنه نه وي، بلکې د درملو پر وړاندې مقاومت هم رامنځته کېږي، چې دا چاره د ناروغیو د لا خپرېدو سبب ګرځي.
ډاکټر عمري د درملو پر وړاندې د مقاومت موضوع جدي وبلله او ویې ویل، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د څېړنو له مخې، هر کال په میلیونونو کسان یوازې د درملو د مقاومت له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې له مهمو لاملونو څخه یې د بېکیفیته او تاریختېرو درملو استعمال دی. د هغه په وینا، کله چې دوا خپل معیاري کیفیت له لاسه ورکړي، نو د ناروغ پر بدن اغېز نه کوي او ناروغي لا پسې پېچلې کوي.
نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې د دغسې درملو شتون د خلکو او ډاکټرانو ترمنځ باور ته زیان رسوي او ویې ویل، کله چې ناروغان د درملو له استعمال وروسته د ښهوالي احساس نه کوي، نو په طبیعي ډول یې پر روغتیايي کارکوونکو باور کمېږي، حال دا چې اصلي ستونزه ډېری وخت په خپله په درملو کې وي، نه په طبي تشخیص او نسخه کې.
د انتاني ناروغیو ترینر متخصص په پای کې وویل، د تاریختېرو، بېکیفیته او ناقانونه درملو راټولول او له منځه وړل د عامې روغتیا د ساتنې لپاره یو بنسټیز اقدام دی، چې د ناروغیو د زیاتېدو مخه نیسي، د درملو پر وړاندې د مقاومت کچه راکموي او د روغتیايي نظام پر وړاندې د خلکو باور پیاوړی کوي.
لینک کوتاه

