د جګړې پرېکړه: ټرمپ اوکراین ته د ټولو له لاسه وتلو خاورې د بېرته ترلاسه کولو ډاډ ورکړ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې وويل، کيېف کولی شي “خپل ټوله خاوره لکه څنګه چې د روسيې له بريده مخکې وه بېرته ترلاسه کړي.”
ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې پر خپله ټولنيزه رسنۍ سوشل ټروت يوه پوسټ کې هم کړې دي. نوموړي ويلي، چې د ده په انده پر روسيه د بنديزونو او اقتصادي فشار له کبله اوکرايين کولی شي د اروپا او ناټو په ملاتړ د اوکرايين اصلي پولې له هغه چې دا جګړه پيل شوې بېرته خپلې کړي.
دا د روسيې او اوکرايين د جګړې په اړه د ډونلډ ټرمپ په دريځ کې تر ټولو ستر بدلون بللي کېږي.
ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې په نيويارک کې د اوکرايين له ولسمشر ولودمير زېلينسکي سره له خبرو اترو وروسته کړې دي.
ډونلډ ټرمپ تر دې وړاندې په بار بار د روسيې او اوکرايين د جګړې د پايته رسولو په اړه خپله هيله څرګنده کړې وه خو خبرداری ورکړی و چې ښايي اوکرايين ځينې خپلې برخې روسيې پرېږدي، هغه موضوع چې د اوکرايين د ولسمشر له خوا په مکرر ډول رد شوې وه.
ښاغلي ټرمپ د سې شنبې په ورځ پر ټولنيزو رسنيو يوه پوست کې زياته کړه چې اوکرايين “ښايي له دې نور هم وړاندې ولاړ شي” خو په دې اړه یې نور وضاحت نه دی ورکړی چې له دې څرګندونو یې مطلب څه دی.
نوموړي د کريميا ټاپوزمې چې په ۲۰۱۴ کال کې روسيې نيولې يادونه نه ده کړې.
روسيې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکرايين خپل بشپړ ځمکنی بريد پيل کړ.
ښاغلي ټرمپ ويلي چې “دريځ یې د اوکرايين او روسیې د پوځي او اقتصادي وضعیت له پوهېدو وروسته بدل شوی دی.”
نوموړي زیاته کړې، “پوتين او روسيه په اقتصادي ستونزو کې راګير دي او دې د اوکرايين لپاره فرصت برابر کړی دی”. د امریکا ولسمشر تېره میاشت په الاسکا کې له ولادمير پوتين سره وليدل خو نن یې روسيه یو “کاغذي” پړانګ وباله.
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي د ښاغلي ټرمپ په دريځ کې بدلون “لوی پرمختګ” بللی او په ملګرو ملتونو کې یې خبريالانو ته وويل، ده ته خبر ورکړل شوی چې امریکا چمتو ده چې د جګړې له پايته رسېدو وروسته اوکرايين ته امنيتي ضمانت ورکړي.