د خيبر پښتونخوا والي: له افغانستان سره ښې اړیکې او سوداګري غواړو

د خیبرپښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ویلي، چې د افغانستان سوله د پاکستان او ټولې سیمې په ګټه ده او ټینګار یې کړی چې هېواد یې له افغانستان سره د ښو اړیکو او سوداګرۍ غوښتونکی دی.
ښاغلي کنډي دا څرګندونې په پېښور پوهنتون کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې او زیاته یې کړه، چې د پاکستان سیاسي مشرتابه کولای شي له افغانستان او خپلو کورنیو ستونزو سره اغېزمن چلند وکړي.
هغه همداراز ټینګار وکړ، چې یوازې د ستونزو په ګوته کولو بسنه نه کوي، بلکې د حل لارو لټول او عملي کول اړین دي.
له دې وړاندې د خیبرپښتونخوا یو شمېر مشرانو ویلي و، چې په پاکستان کې اوسني امنیتي ستونزې د هېواد د تېرو ناسمو پالیسیو له امله رامنځته شوې دي.
د والي څرګندونې د سیمه‌ییز ثبات، د افغانستان او پاکستان د اړیکو پیاوړتیا او د امنیتي ستونزو د حل په اړه د خیبرپښتونخوا د موقف څرګندونه ګڼل کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/Q671Q
دکمه بازگشت به بالا