د درې واړه ماشومانو د لاسه ورکولو درد: غلام او نازو د هدیرې پر لور روان شول

کله چې غلام محی الدین او د هغه مېرمن نازو د هدیرې پر لور روان شول، باد له ځمکې دوړې پورته کړې.

دوی موږ ته د هغو دریو هلکانو قبرونه وښودل چې په تېرو دوو کلونو کې یې له لاسه ورکړي وو – یو کلن رحمت، اووه میاشتنی کوتان او په دې وروستیو کې هم درې میاشتنی فیصل احمد.

غلام او نازو وايي، درې واړه له خوارځواکۍ کړېدل.

نازو وايي: “ایا تاسو تصور کولی شئ چې زما لپاره د دریو ماشومانو له لاسه ورکول څومره دردناک وو؟ یوه دقیقه مو په غېږ کې یو ماشوم وي، بله دقیقه مو غېږ تشه وي.”

“هره ورځ ارمان کوم، چې یوه ورځ به فرښتې زما ماشومان بېرته زموږ کور ته راولي.”

https://sarie.news/b5914a
دکمه بازگشت به بالا