د دفاع وزارت ویاند: پاکستان پر یوې مدرسې او څو کورونو برید کړی

د اسلامي امارت د دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي ویلي، چې پاکستان په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې پر یوې دیني مدرسې او څو کورونو هوايي بریدونه کړي دي. د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون، لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
اسلامي امارت د پاکستان دغه بریدونه «د افغانستان د ملي حریم ښکاره سرغړونه، د نړیوالو قوانینو او د ګاونډیتوب د اصولو نقض، او د اسلامي ارزښتونو خلاف کړنه» بللې او په کلکه یې غندلي دي.
خوارزمي زیاته کړې، چې د افغانستان د خاورې ساتنه او د خلکو امنیت ټینګول د اسلامي امارت لومړنۍ دنده ده، او د «مناسب، پر وخت او سنجول شوي ځواب» خبرداری یې ورکړی دی. هغه همداراز ویلي، چې پر ملکي هدفونو او دیني مرکزونو برید کول د پاکستان د «استخباراتي او امنیتي ناکامۍ» څرګند ثبوت دی.
اسلامي امارت ټینګار کړی چې دغه ډول تجاوزات د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره زیانمن دي او د سیمې په ثبات او امنیت مستقیم اغېز لري. چارواکي په سیمه کې د ملکي وګړو د خونديتوب د تضمین او د راتلونکو پېښو د مخنیوي لپاره نړیوالې ټولنې ته هم د پام غوښتنه کړې ده.

