د دوحې کاري ګروپ څلورمه غونډه په کابل کې ترسره شوه
د بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ګروپ څلورمه غونډه – چې د یوناما په کوربهتوب جوړه شوې وه – په حضوری او انلاین بڼه ترسره شوه.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عامې روغتیا وزارتونو د استازو پر ګډون سربیره، د یوناما، ملګرو ملتونو اړوندو نورو ادارو، نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو، اروپايي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان، د ګڼو هیوادونو سفیرانو، استازو او ډیپلوماټانو او متخصصینو په حضوري او مجازي توګه ګډون کړی وو.
سرچینه زیاتوي: «په غونډه کې د ا.ا.ا د اړوند وزارتونو استازو یادونه وکړه چې د کوکنارو د کښت د بندیز په هکله د عالیقدر امیر المؤمنین د فرمان په نتیجه کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت تقریبا صفر ته راټیټ شوی.»
په خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت استازو د قانون د تنفیذ، بدیل معیشت او د معتادینو د درملنې برخو کې په تفصیل د امارت لاسته راوړنې، په دې برخه کې شته ننګونې او همداراز وړاندیزونه او حل لارې بیان کړې.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي: «د اسلامي امارت استازو یادونه وکړه چې ا.ا.ا عملا ثابته کړې چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کلک هوډ او توان دواړه لري. دوی زیاته کړه چې که څه هم د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې اقدامات په افغانستان کې عملي شوي خو ګټه یې سیمې او نړۍ ټولو هیوادونو ته رسیږي او د دې لاسته راوړنو ساتنه ګډ مسؤلیت، ګډې پانګونې او پر متقابل باور ولاړه همکاري او همغږي غواړي.»
د خبرپاڼې له مخې، افغان چارواکو د مصنوعي نشهيي توکو اړوند خپله اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د یادو توکو د موادو سرچینې د افغانستان له پولو د باندې دي او که مخه یې ونه نیول شي نو نه یوازې افغانستان بلکې سیمه او ټوله نړۍ به ترې زیانمنه شي.
یاد وزارت زیاتوي چې یوناما، د ملګرو ملتونو ادارو، نورو نړیوالو سازمانونو، ګڼو هیوادونو او په موضوع کې متخصصینو له نشهیي توکو سره د مبارزې اړوند د ا.ا.ا د هڅو قدرداني وکړه او یادونه یې وکړه چې د کوکنارو د کښت اړوند د بندیز له فرمان څخه وروسته د کوکنارو په کښت کې «فوق العاده کموالی» راغلی او دا یې د افغانستان په تاریخ کې یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ګڼو هېوادونو او سازمانونو په یاده مبارزه کې د مرستو ډاډ ورکړ او د نشه يي توکو مبارزې اړوند یې د دوحې پروسې تر چتر لاندې او همداراز په دوه اړخیزه توګه د لا همغږۍ او ښکیلتیا وړاندیزونه وکړل.
دغه راز سرچینه زیاتوي، ډیرو ګډونوالو ټینګار وکړ چې د یادو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره باید بزګرانو لپاره د بدیل معیشت زمینه برابره شي او د روږدو درملنه او په ټولنه کې د بیا مدغمیدو لپاره کار وشي.

