د روسیې پوځ د زاپوریژیا پر ښار برید کړی: یو کس وژل شوی او ۱۸ تنه ټپیان شوي

د روسیې پوځ د اوکراین پر سوېل ختیځ زاپوریژیا ښار تازه بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې یو کس وژل شوی او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

رويټرز د د اوکرایني چارواکو په حواله ويلي، دغه بریدونه د ښار په بېلابېلو برخو کې پراخې ویجاړۍ رامنځته کړي دي.

بل لور ته، د اوکراین ولسمشر ولوديمير زلنسکي ویلي، چې د روسیې د دغو بریدونو په ځواب کې د دوی ځواکونو پر روسیه لسګونه بمونه غورځولي دي.

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه په داسې مهال شوي، چې شاوخوا څلور کاله کېږي دغه هېواد له روسیې سره په مخامخ جګړه کې ښکېل دی.

د جګړې له پیل راپدې خوا زرګونه کسان وژل شوي، میلیونه تنه له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي او د اوکراین ډېری برخې له پراخو ویجاړیو سره مخ دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5693a
دکمه بازگشت به بالا