د روغتیا وزیر جلالي سعودي ته ولاړ د همکاریو پراخولو او نړیوال نندارتون کې د ګډون هدف

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د سعودي عربستان د روغتیا وزیر په رسمي بلنه له خپل مل پلاوي سره دغه هېواد ته په رسمي سفر ولاړ.

ياد وزارت وايي، دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، تجربو د تبادلې او د ګډو هڅو د تنظیم په موخه ترسره کېږي.

ټاکل شوې، چې ښاغلی جلالي د سعودي عربستان د روغتیا له وزیر، د ګېټس بنسټ له استازو، د ایمرو له مسوولینو او د شاه سلمان د خیریه او بشري مرستو بنسټ له استازو سره جلا جلا لیدنې او خبرې اترې وکړي.

همداراز، د عامې روغتیا وزیر به د خپل سفر په ترڅ کې د اتم نړیوال روغتیايي نندارتون په مراسمو کې هم ګډون وکړي، چې په هغه کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو روغتیایي متخصصین، د خیریه بنسټونو استازي او د نړیوالو سازمانونو غړي برخه اخلي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6740a
دکمه بازگشت به بالا