د سرحدي سیمو پراختیا: په ننګرهار کې د ۱۱ پروژو چارې د ۷۱ میلیونو افغانیو په ارزښت پیل شوې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي په ننګرهار ولایت کې د سیمه‌ییزو مسوولینو او ګڼو ولسي سپین‌ږیرو په شتون کې د ۱۱ پروژو چارو پرانېسته کړې.
ياد وزارت وايي، دغه پروژې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان پر بنسټ د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولسوالیو کې پلي کېږي.
د مسوولینو په وینا، په یادو سیمو کې به د سړکونو، پلونو، پاکو اوبو، کلینیکونو، مدرسو، جوماتونو او استنادي دیوالونو په برخو کې ټولټال ۴۰ پروژې عملي شي، چې له هغې ډلې د ۱۱ پروژو چارې د ۷۱ میلیونو افغانیو په ارزښت نن په رسمي توګه پیل شوې.
د یادونې ده، د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته د فرضي کرښې او رسمي سرحدونو څېرمه سیمو لومړنیو ستونزو حل لپاره ګڼې پروژې پلي شوې دي او هلته عام خلک د لا نورو پروژو د عملي کېدو غوښتونکي دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a815s
دکمه بازگشت به بالا