د سلواغې ۲۶مه په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سلواغې ۲۶مه، له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د وتلو او ماتې له ۳۷مې کاليزې سره برابره ده، په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
وزارت ویلي، یاده ورځ د اسلامي امارت د رسمي کلیزې (جنتري) له مخې رخصتي ده او ټولې دولتي ادارې او اړوند بنسټونه به تړلي وي.
د یادونې وړ ده، چې د سلواغې ۲۶مه هر کال په هېواد کې د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو د کاليزې په توګه نمانځل کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q294q
دکمه بازگشت به بالا