د شمالي وزیرستان «شمازان کوټ» لېسه په کنډواله بدله شوه

په خیبر پښتونخوا کې د شمالي وزیرستان په شېوه کلي اړوند میامي کابل‌خېل سیمه کې د چهارشنبې په ماښام د یوې دولتي لېسې ودانۍ د ډرون برید له امله په پراخه کچه ویجاړه شوې ده.
ځايي پولیسو ویلي، د «شمازان کوټ» لېسې نږدې ۸۰ سلنه برخه په کنډواله بدله شوې، خو تر اوسه چا ته جدي زیان نه دی رسېدلی. د سیمې اوسېدونکو هم د یوې زورورې چاودنې غږ اورېدلی، چې د ودانۍ د ویجاړتیا سبب شوی دی.
پولیسو ویلي، په پېښه کې پلټنې پیل شوي دي. راپورونه ښيي چې په شمالي وزیرستان او نږدې قبایلي سیمو کې په وروستیو کلونو کې یو شمېر ښوونیز مرکزونه په ورته بریدونو کې په نښه شوي دي. څو اوونۍ وړاندې هم په سیمه کې په یوه برید کې یو ښوونکی او څو زده‌کوونکي ټپیان شوي وو.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q855q
دکمه بازگشت به بالا