د صنعت وزیر د ۲۳۲ پروژو پلان اعلان کړ

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې د صنعت او ودانیزو توکو نندارتونونه د کورنیو تولیداتو او صنعتي ظرفیتونو په پېژندنه کې مهم رول لري او اسلامي امارت هڅه کوي افغانستان له وارداتي اقتصاد څخه صادراتي اقتصاد ته واړوي.
ښاغلي عزیزي په دې نندارتون او کنفرانس کې ویلي، چې په اقتصادي او صنعتي برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او د راتلونکو کلونو لپاره ۲۳۲ بېلابېلې پروژې په پلان کې دي. هغه زیاته کړې، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې په ټول هېواد کې د پانګونې لپاره ۱۶۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې او بهرنیو پانګوالو ته به د پنځو کلونو لپاره ماليه‌يي معافیت او د اقامت اسانتیاوې برابرې شي.
ښاغلي عزیزي همداراز وویل، چې لسګونو راستانه شویو کډوالو خپلې پانګې افغانستان ته انتقال کړې، چې دا کار د هېواد اقتصادي وضعیت ته مثبت اغېز لري.
هغه ټینګار کړی، چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا غوښتونکی دی او له پاکستانه یې غوښتي، چې د لارو د بندولو پر ځای سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.
د نورالدین عزیزي په خبره، افغانستان دا مهال د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې سوداګرۍ اړیکې هم پراخې کړي، چې په اقتصادي ثبات او صنعتي ودې کې مهمه ونډه لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q364q
دکمه بازگشت به بالا