د طب لابراتوار پرانیستل شو د زده‌کړو کیفیت لوړولو ته مهم ګام

د لوړو زده‌کړو وزیر شيخ نداء محمد نديم د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي لابراتوار پرانيستی دی.
د ياد وزارت وياند حافظ ضياءالله هاشمي وايي، چې ښاغلي نديم د نوې علمي اسانتیا له رامنځته کېدو خوښي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې له شته وسایلو څخه باید په معیاري او اغېزمن ډول استفاده وشي، تر څو د زده‌کړو کیفیت لا لوړ شي.
د لوړو زده‌کړو وزير زیاته کړې، چې د لابراتوار په فعالېدو سره به له متخصصو ډاکټرانو سره تخنیکي او مسلکي اړیکې پراخې او محصلینو ته به عملي او څېړنیزې اسانتیاوې برابرې شي.
د پوهنتون سرپرست رييس دوکتور رفیع‌الله عطاء د لوړو زده‌کړو وزارت له رهبرۍ مننه کړې او د طب پوهنځي د استادانو هڅې یې ستایلې يې دي.
یاد لابراتوار د طبي ټکنالوژۍ او مایکروبیولوژي څانګو لپاره فعال شوی، چې پکې د مالیکولر بیولوژي، بکتریالوژي، پرازیتولوژي، مایکولوژي او ایمونولوژي پرمختللي معاینات ترسره کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2248e
دکمه بازگشت به بالا