د عزیزي سفر قزاقستان ته له ترکستان والي سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا بحث شوی

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي قزاقستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ترکستان له والي نورالخان کشراوف سره لیدلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوريو د افغانستان–قزاقستان اقتصادي مجمع ستايلې او د کرنې، ودانیزو چارو او کانونو په ګډون د پانګونې پر فرصتونو یې بحث او خبرې کړې دي.

د ترکستان والي د ازادې سوداګریزې سیمې د رامنځته کولو پلانونو په تړاو خبرې کړې او له افغانستان سره یې د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا ژمنه هم کړې ده.

ښاغلي عزیزي د افغانستان د امنیت، اداري اسانتیاوو او د خصوصي سکتور د ملاتړ په اړه معلومات ورکړي او والي ته یې بلنه ورکړې، چې د همکاریو د لا زیاتو فرصتونو د ارزونې او د راتلونکو سوداګریزو نندارتونونو په ګډون کې د ګډون لپاره افغانستان ته سفر وکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6734a
دکمه بازگشت به بالا