د عمران خان خور علیمه خان د درملنې پر بهیر بېباوره او د شفافیت غوښتنه کوي

د تحريک انصاف پاکستان مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان خور علیمه خان رسنیو ته ویلي، دوی پر دولتي روغتونونو او هغو ډاکټرانو چې له حکومتي ادارو سره تړاو لري باور نهلري.
د نوموړې په وینا، که څه هم کورنۍ خپل ډاکټران ور پېژندلي وو، خو د عمران خان د درملنې اجازه نهده ورکړل شوې.
نوموړې زیاته کړې، له څو ورځو راهیسې روغتون ته د عمران خان د لېږد خبرې کېږي او مخکې هم د هغه د روغتیايي وضعیت د راپور د خپرېدو ژمنه شوې وه، خو خپور شوی راپور ناسم دی او د درملنې روښانه پلان پکې نهدی ښودل شوی.
علیمه خان پوښتنه کړې، که د عمران خان درملنه په سمه توګه روانه وي، نو ولې یې جزییات له خلکو پټ ساتل کېږي. هغې د هغه له پلویانو غوښتي چې د مناسبې او شفافې درملنې لپاره خپل غږ پورته کړي.
بل لور ته، د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون هم د عمران خان د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. د هغه وکیل ویلي، د عمران خان ښۍ سترګه د ړندېدو له جدي ګواښ سره مخ ده.

