د عمران خان زامن د هغه د روغتیا او ژوند په اړه ژوره اندېښنه لري

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان دوو زامنو، قاسم خان او سلیمان خان، له سکای نیوز سره په مرکه کې د خپل پلار د روغتیا او ژوند په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده. هغوی ویلي، وېره لري چې ښايي نور هېڅکله خپل پلار ژوندی ونه ویني.

دوی د سکای نیوز خبریالې یلدا حکیم ته ویلي، له عمران خان سره له ۲۰۲۳ کال د اګسټ میاشتې راهیسې هېڅ ډول اړیکه نه لري او نوموړی دا مهال په زندان کې تر سختو شرایطو لاندې ساتل کېږي. د هغوی په وینا، عمران خان په داسې ځای کې بندي دی چې د ژوند لپاره جدي اندېښنې پکې موجودې دي.

د عمران خان زامنو ټینګار کړی، د اوږدې مودې لپاره د اړیکو پرې کېدل او د هغه د وضعیت په اړه د کره معلوماتو نشتوالی د دوی اندېښنې لا زیاتې کړې دي. دوی ویلي، د خپل پلار د خوندیتوب په اړه هېڅ ډول ډاډ نه لري.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د عمران خان د امنیت او روغتیا په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي او د هغه د وضعیت په تړاو نړیوالو رسنیو هم پام ورته اړولی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w1113e
دکمه بازگشت به بالا