د فلسطین او اسرائیل شخړه دوه هېوادیزه حل لاره څه ده او ولې هېڅ نه عملي کېږي؟

سعودي عربستان او فرانسې په ملګرو ملتونو کې په ګډه د لوړې کچې د یوې غونډې مشري په دې موخه وکړه چې که د عربانو او اسرائيلو تر منځ څو کلنې شخړې ته د حل لارې موندلو لپاره د دوو هېوادونو درلودلو غوراوی بېرته رامخې ته کړي.
دا غونډه د فلسطيني دولت د بنسټ اېښودلو لپاره ترسره شوه. داسې حللاره چې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرائيل د حماس له برید را ورسته یې پلي کول لرې برېښېدل.
خو په دې وروستيو کې په غزه کې د زیاتېدونکي ناورین په درشل کې عربي او اروپايي هېوادونه د دې مفکورې د بیا را ژوندي کولو په تکل دي.
فرانسه وايي چې دوی به فلسطينی دولت په رسمیت وپېژني او بریتانیا بیا وايي چې دا به هم ورته کار وکړي که اسرائيل شرايط پوره نه کړي.