د فوټسال ملي لوبډله نن شپه له کوېټ سره دویمه تمریناتي لوبه کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن (د مرغومي لومړۍ نېټه) د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالیو لپاره د چمتووالي پروګرامونو د یوې برخې په توګه د کوېټ پر وړاندې خپله دویمه لوبه وکړي. دغه لوبه د کابل په وخت د شپې په ۸:۳۰ بجو پیلېږي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په خپلې لومړۍ دوستانه لوبه کې د شنبې په ورځ (د لېندۍ په ۲۹مه) د کوېټ لوبډلې پر وړاندې د ۴-۴ امتیازونو سره لوبه مساوي کړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې د فوټسال ملي لوبډله به د ۲۰۲۶کال اسیا جام سیالیو لپاره د چمتووالي پروګرامونو د یوې برخې په توګه د ویتنام ملي لوبډلې سره هم مخ شي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به په ویتنام کې یو روزنیز کمپ کې برخه واخلي؛ ترڅو د ۲۰۲۶کال په اسیا جام کې پیاوړی حضور ولري. د یاد پروګرام د مهالوېش له مخې؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د روانې مرغومي میاشتې په ۲۹مه او د ۱۴۰۴کال د سلواغې په لومړۍ نېټه د ویتنام د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې دوه تمریناتي لوبې ترسره کړي.
دارنګه د فوټبال فدراسیون په وینا؛ ملي لوبډله به د ۱۴۰۴کال د مرغومې له ۶مې تر ۲۶مې پورې د ایران په مشهد ښار کې تمرینات وکړي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تخنیکي کارکوونکو ۱۷ لوبغاړي دغه روزنیز کمپ ته بللي دي، چې پهکې مهران غلامي، علي رضا جعفري، فرزاد محمودي او محمد رضا کریمي شامل دي.

