د لوړو زدهکړو وزیر محصلینو ته: وخت مه ضایع کوئ، د علمي او اخلاقي پرمختګ لاره غوره کړئ

د لوړو زدهکړو وزیر په هرات پوهنتون کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال محصلینو ته په خطاب کې ویلي، پر هغو کارونو دې چې ګټه نه لري، وخت نه ضایع کوي او د علمي او اخلاقي پرمختګ لاره دې غوره کړي.
د لوړو زدهکړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت وزیر د هرات پوهنتون کې یوې غونډه کې ګډون وکړ.
د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداءمحمد ندیم د اسلامي نظام د پېژندنې، د مسلمانانو د دښمنانو د پېژندنې او ديني او علمي ارزښتونو ته د پاملرنې د اړتيا په اړه خبرې وکړې ویې ویل: «د اسلامي نظام پېژندنه د محصلینو یوه ستره اړتیا ده؛ ځکه د اسلام دښمنان له پرلهپسې ناکامیو وروسته اوس غواړي له فکري لارې زموږ پر ځوانانو اغېز ولري.»
هغه محصلینو ته په خطاب وویل: «تاسو باید په بشپړه هوښیارۍ، غوره اخلاقو، ښه چلند او د وخت له ضایع کېدو، په ځانګړي ډول د برېښنایي وسایلو په کارولو د وخت له ضایع کېدو څخه د مخنیوي له لارې د علمي او اخلاقي پرمختګ لاره خپله کړئ.»
دغهراز، د لوړو زدهکړو وزیر محصلینو ته سپارښتنه وکړه چې خپل چلند د اسلامي شریعت له قانون سره برابر کړي او د ديني او عقیدتي مسایلو د حل لپاره له علماوو سره مشوره وکړي.
په یاده غونډه کې د لوړو زدهکړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي هم خبرې وکړې او په الهي نعمتونو د شکر ایستلو، د اسلامي امارت د رهبري د فرامینو په پلي کولو، په عمل کې په اخلاص، په درسونو کې په پام او د لوړو زدهکړو د مقرراتو په رعایت یې ټینګار کړی دی.