د مس عینک كان د عملي استخراج لپاره بشپر چمتوالی ښودل شوی

د ام‌سي‌سي (MCC) شرکت د مديره پلاوي رييس وانګ جی چينګ ویلي، چې د مس عینک کان د عملي استخراج لپاره ټول پړاوونه بشپړ شوي او پر وړاندې یې ټولې ستونزې هوارې شوې دي.
نوموړي دغه څرګندونې په لوګر ولایت کې د یوې ځانګړې ناستې پر مهال کړې، چې موخه‌یې د مس عینک د استخراج د عملي چارو د چټکتیا او د سيمه‌ييزو چارواکو او شرکت ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا ښودل شوې.
وانګ جی چینګ زیاته کړې، چې له دې پروژې سره به شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه برابر شي.

دکمه بازگشت به بالا