د ملي دفاع وزیر: د زلزله‌ځپلو ژغورنې هڅې د هېواد لپاره بې‌سارې او نه هېرېدونکې دي

د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته په خبرو کې د یادو ټیمونو نه هېرېدونکې هڅې او کوښښونه وستایل او ډاډ يې ورکړ چې د هېواد هوایي ځواک به په هر ډول حالاتو کې د خپلو خلکو خدمت کوي.

ښاغلي وزیر دغه راز له نورو ارګانونو او ټولو سوداګرو څخه هم مننه کړې چې په سختو حالاتو کې یې د خپلو هېوادوالو لاس نیوی وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد ختیځ کې د وروستۍ مرګونې زلزلې زیانمنو او ټپیانو ژغورولو برخه کې د افغانستان هوايي ځواک او ټولو ژغورونکو ټیمونو ډېرې هڅې ترسره کړې؛ چې نن د حکومت لخوا وستایل شول.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5464a
دکمه بازگشت به بالا