د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه د ټولنیز امنیت او عامې روغتیا ګډ مسوولیت دی
په ننګرهار ولایت کې د نشهيي توکو د قاچاق، پېر او پلور په تړاو د وروستیو نیونو راپورونه د ټولنیز امنیت او عامې روغتیا له پلوه د پام وړ بلل کېږي. دا نیونې په داسې حال کې ترسره کېږي چې نشهيي توکي د ټولنې، په ځانګړي ډول د ځوان نسل لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي او مخنیوی یې د ټولو ګډ مسوولیت بلل کېږي.
ټولنیز فعال بنارس مومند د سریع خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، د نشهيي توکو موضوع یوازې امنیتي اړخ نه لري، بلکې ټولنیز، اقتصادي او روغتیايي اړخونه هم ورسره تړلي دي. نوموړي زیاته کړه چې د دې پدیدې د سم درک لپاره اړتیا ده چې موضوع په ژوره توګه وڅېړل شي او د هغې پر اصلي عواملو تمرکز وشي.
هغه وویل:
«په ځینو سیمو کې د نشهيي توکو پېر او پلور د خلکو د اقتصادي ستونزو له امله رامنځته شوی. کله چې د کار او مشروع عاید مناسب فرصتونه محدود وي، ځینې کسان د ناسمې لارې انتخاب ته مخه کوي. که د خلکو لپاره د کار زمینې، په ځانګړي ډول د کرنې او قانوني سوداګرۍ په برخه کې، پراخې شي، نو دا ستونزه په تدریجي ډول کمېدای شي.»
بنارس مومند د وروستیو نیونو په اړه وویل چې دا ډول اقدامات د قانون د تطبیق یوه برخه ده، خو ټینګار یې وکړ چې دوامداره او منظم چلند کولی شي د خلکو باور پیاوړی کړي. «کله چې قانون په عادلانه او دوامداره ډول پلی شي، نو د ټولنې او نظام ترمنځ باور لا غښتلی کېږي او دا کار پر عمومي امنیت مثبت اغېز لري.»
نوموړي همدارنګه وویل چې د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه باید یوازې په نیونو پورې محدوده نه وي، بلکې د اصلاح، پوهاوي او درملنې اړخونو ته هم جدي پاملرنه وشي. د هغه په وینا، هغه ځوانان چې په نشهيي توکو اخته دي، تر ټولو زیات د مرستې اړتیا لري.
هغه وویل:
«هغه کسان چې په نشهيي توکو اخته شوي، باید د کورنیو، ټولنې او روغتیايي بنسټونو له لوري ملاتړ شي. پر وخت درملنه، طبي پاملرنه او اخلاقي روزنه کولی شي هغوی بېرته عادي ژوند ته راوګرځوي. که د درملنې مرکزونه پیاوړي شي او امکانات ورته برابر شي، نو د اصلاح بهیر به اغېزناک شي.»
بنارس مومند د ټولنیزو فعالانو رول هم مهم وباله او ویې ویل چې باسواده ځوانان، قومي مخور او دیني عالمان کولای شي د عامه پوهاوي له لارې د نشهيي توکو د مخنیوي په برخه کې رغنده رول ولوبوي. د هغه په خبره، «عامه پوهاوی، مشوره او لارښوونه هغه لارې دي چې کولی شي نوي ځوانان له دې خطرناکې پدیدې لرې وساتي.»
نوموړي په پای کې وویل چې د نشهيي توکو پر ضد مبارزه یوه اوږدمهاله پروسه ده او د هغې بریا د حکومت، ټولنې او کورنیو پر ګډ کار پورې تړلې ده. د هغه په وینا، «که ټول لوري په خپل مسوولیت عمل وکړي، نو دا ستونزه کنټرولېدای شي او ټولنه به له یوه جدي ګواښ څخه خوندي شي.»

