د نغدي مرستو د وېش صحنه — کله چې لاسونه د ژوند د بیا پیل لپاره مرسته ورکوي

د نورستان ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو آمریت تر چتر لاندې، د DRC مؤسسې همکارانو نن په دغه ولایت کې د بشري مرستو په چوکاټ کې د ۹۴ مستحقو کورنیو ترمنځ نغدي مرستې وېشلې.

د سروې او وېش مسلکي ټیم، چې رهبري‌یې رفیع‌الله «نبیل» په غاړه درلودله، وايي چې د مخکینۍ کره سروې پر بنسټ ټاکل شوې کورنۍ راستنېدونکې، دننني بې‌ځایې شوي او هغه کورنۍ دي چې د بېلابېلو طبیعي او ټولنیزو کړکیچونو له امله زیانمنې شوې دي.

په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۶۳۰۰ افغانۍ نغدي ورکول شوې، ترڅو د دوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې عاجله مرسته وشي او لږ تر لږه د ژوند د بدلون لپاره ابتدايي تمویل ولري.

د وېش بهیر د رسمي طرزالعمل او د سروې د نتایجو په رڼا کې ترسره شو، او د آمریت او DRC همکارانو په وینا د پیسو تسلیمۍ پر وخت ټول اړین اسناد ثبت او د ترلاسه کوونکو نومونه په شفافه توګه ثبت شول.

د مرستو ترلاسه کوونکي کورنۍ هیله څرګنده کړه چې دا نغدي مرسته به د دوی د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ په راتلونکو ورځو کې د ځان بسیاینې لپاره لږه هوا برابره کړي. د سیمې مسوولین هم وایي چې له مرستندویه بنسټونو سره به همغږي لا پیاوړې شي څو زیانمنو کورنیو ته دوامداره ملاتړ برابر کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a374s
دکمه بازگشت به بالا