د هرات – اسلام‌قلعه خونړۍ پېښه؛ عاملین به د اسلامي امارت له لارښوونې وپیژندل شي

د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار په لارښوونه د «هري کاروان» ترانسپورټي شرکت مسوولين د وروستي ټرافیکي پېښې د څېړنې په موخه تر بلې خبرتیا احضار شوي دي.
د هرات ولايت د رسنيو دفتر وايي، دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې د یادې پېښې ټول اړخونه په بشپړه توګه وڅېړل شي او موضوع د لازمو او قانوني اقداماتو لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شي.
دا په داسې مهال ده، چې د هرات ـ کابل د لويې لارې د تېرې شپې په ټرافیکي پېښه کې د ۱۹ ماشومانو په ګډون ۷۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/A523S
دکمه بازگشت به بالا