د هېواد په ۹ ولایتونو کې ۲۱ شخړې او دښمنۍ حل شوې

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویلي، چې د دې وزارت مسوولینو په بلخ، سمنګان، ننګرهار، بادغیس، بامیان، بدخشان، زابل او تخار ولایتونو کې ۲۱ شخړې او دښمنۍ حل او فصل کړې دي.
وزارت زیاتوي، چې یادې شخړې او دښمنۍ په عمده ډول د کورنیو اختلافاتو، قومي ناندریو، د میراث اړوند مسایلو او د ټولنیزو غلط فهمیو له امله رامنځته شوې وې.
د وزارت چارواکو ټینګار کړی، چې د شخړو حل او فصل په ټولنه کې د سولې، ورورولۍ او ګډ ژوند د ټینګښت لپاره مهم اقدام دی او د خلکو د باور ترلاسه کولو سره د ټولنیز عدالت او قانون پلي کولو زمینه برابروي.
دغه پروسه د اسلامي ارزښتونو او د ټولنیزو دودونو پر بنسټ ترسره شوې، څو د ستونزو د پایښتۍ او د بیا پېښېدو مخه ونیول شي. وزارت وايي، هڅه کوي چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د شخړو او اختلافاتو د حل لپاره ورته عملي ګامونه پورته کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q689q
دکمه بازگشت به بالا