د ټولنې ناپوهه دودونه او د نارینهتوب او میرمنوالي زهرجنه میراث

زموږ د ټولنې یو له سترو ټولنیزو ستونزو څخه دا ده چې ښځې د مېړه د لاس ته راوړلو په لټه کې، ورو ورو د هغه سړي د پښو تر سیوري لاندې ژوند ته ځان سپاري. دغه ډول چلند نه یوازې د شخصي ازادۍ او کرامت پر وړاندې تاوان دی، بلکې د ټولنیز فشار او دودونو د دوام لامل ګرځي. ښځه، چې د مینې یا ژوندانه شراکت په نوم ځان قربانوي، په حقیقت کې د یو ناروغ ټولنیز جوړښت برخه کېږي چې د فرد فکر او شخصیت محدودوي.
همزمان، نارینه هم د یوې لویې ستونزې قربانیان دي. کله چې د اولاد د نهلرلو حالت مخې ته راځي، ډېر نارینه د درملنې او ډاکټر ته د تلو څخه ډډه کوي، ځکه دا کار د دوی د نارینتوب د «شان» خلاف ګڼل کېږي. په دې توګه، دوی د خپلو نسلونو لپاره صحي او فکرې ستونزې رامنځته کوي، او همدا ډول ناروغ دودونه راتلونکو نسلونو ته وراثت کېږي.
پایله دا ده چې د دې ناپوهۍ قربانیان، د همدې ځانغوښتونکو او په نوم «نومېالیو سړیو» په انګړونو کې زیږي، لویېږي او بیا هماغه ناروغه فکرونه وراثت کوي. دا یو دایمي دایره جوړوي چې نه یوازې فرد بلکې ټولنه هم ورسره زیانمنه کېږي.
یادې ستونزې یوازې د یوې ډلې ستونزه نه ده؛ که نارینه وي یا ښځې، دواړه په دې ګډه ناپوهي کې شریک دي. تر هغه چې دا ګډه ناپوهي روانه وي، د باباګانو واک، نفوذ او بریا تضمین پاتې کېږي. د ټولنې د سالم پرمختګ لپاره، اړتیا ده چې دواړه اړخونه د دې دودونو پر ضد پوهاوی ترلاسه کړي، د روغتیايي او ټولنیزو حقونو درناوی وکړي، او د شخصي کرامت او ازادۍ پر ارزښتونو تمرکز وکړي.
لیکوال: ببرک سائل

