د ټولګټو وزارت: د زمري میاشتې په پای کې ۹۱۶۷۱ مټریک ټنه توکي انتقال شوي

د ټولګټو وزارت وايي، د تېرې زمري مياشتې په وروستيو کې د وسپنې پټلۍ له لارې ۹۱۶۷۱ مټریک ټنه نفتي، غیر نفتي او د نورو توکو انتقالات شوي دي.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس ويلي، د حیرتان بندر له لارې ۶۰۶۰۲ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۵۸۳۳ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۳۱۲۰ ټنه، د خواف–هرات له لارې ۱۲۱۱۶ ټنه انتقالات شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دې لړ کې د دغو انتقالاتو له ډلې ۱۲۶ ټنه صادرات ترسره شوي، چې ډېره برخه یې وچه مېوه جوړوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/A629S
دکمه بازگشت به بالا