د پاکستان، افغانستان او سریلانکا: درې اړخیزه شل اوریزه لوبلړۍ په نومبر کې

د پاکستان کریکټ بورد وایي، په نومبر میاشت کې د پاکستان، افغانستان او سریلانکا د درې اړخیزې شل اوریزې لوبلړۍ کوربتوب کوي.

د پاکستان د کریکټ بورد د مشرتابه غړي سمیر احمد نن یکشنبه ویلي چې د دغې لوبلړۍ هدف د راتلونکي کال شل اوریز نړیوال جام ته چمتوالی او د مینه والو خوشحالول دي.

دغه تورنمنت د نومبر په ۱۷مه په راولپنډۍ کې د افغانستان او پاکستان په لوبې پيلیږي او ۱۳ ورځې دوام کوي.

که څه هم افغان لوبډلې د پاکستان په کوربتوب پنځه یو ورځنۍ لوبې کړي، خو دا یې لومړی ځل دی چې شل اوریزو لوبو ته ورځي.

د افغانستان کریکټ بورد هم په دغې لوبلړۍ کې د خپلې لوبډلې ګډون تایید کړی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5330a
دکمه بازگشت به بالا