د ډرون پر وړاندې د ډرون جګړه: جنرال برویر د الماني پوځ د نوو وسلو پر بیړني ځای پرځای کولو ټینګار وکړ

د المان د وسله والو ځواکونو سرمفتش جنرال کارسټن برویر غواړي چې له ډرونونو سره د مقابلې په خاطر په الماني پوځ کې په بیړه د وسلو نوي سیستمونه ځای پرځای کړي.
د الماني پوځ سر مفتش جنرال کارستن برویر، په برلین کې د المان خبري آژانس ته وویل: «یوه خبره زما له پاره واضح ده: بالاخره مونږ باید د بې پیلوټه الوتکو پر وړاندې، بې پیلوټه الوتکې وکاروو.»
د دغه الماني جنرال په وینا په کوم لوړ شمیر کې چې روسیه د اوکراین پر وړاندې له ډرونونو څخه استفاده کوي، د هغې اغیزمنه دفاع «یوازې د مختلفو وړتیا د ترکیب په صورت کې ممکن کیدلی شي.»
برویر په څو میاشتو کې په دې برخه کې د پرمختګ هیله لري. نوموړي په بونډس ویر یا الماني پوځ کې د لوئټرنګ میونیشنز(لوئټرنګ مهماتو) په نوم سیستم د معرفي کولو ضرب الاجل ته اشاره وکړه.
دا کامیکازی ډرونونه دي چې په جنګي سرګولولو سمبال دي او په لوړ شمیر کې د اهدافو پر لور استول کیدلی شي. همدارنګه دا پخپله هم د مصنوعي زیرکتیا په مرسته په اوتوماتیک ډول اهداف لټولی شي.
دغه ډرونونه تر هغې پورې د یوه هدف په شاوخوا کې څرخي، څو هغه یې نه وي تشخیص کړې او بیا ور سره ځان جنګوي.
د جنرال کارسټن برویر په خبره: «مونږ په مارچ میاشت کې د لوئټرنګ میونیشنز په اړه پریکړه کړې وه او د کال تر پایه به پوځ د لومړي ځل له پاره په مستقیم ډول دا وتوغوي.»
نوموړي زیاته کړه: «د ډرون په مقابل کې د ډرون جنګ په همدمره بیړه پرمخ وړل کیږي، لکه د لوئټرنګ د مهماتو معرفي کول چې وو.»
خو نوموړي خبرداری ورکړ چې د نورو ګواښونو له پامه غورځول به تیروتنه وي: «مونږ باید دا ونه وایو چې یوازې پر بې پیلوټه الوتکو توجه متمرکز کوو. څومره چې زمونږ د دفاعي وړتیا له پاره د ډرون پرمختګ مهم دی، مونږ لا هم د کروز توغندیو، راکټونو او الوتکو له خطر سره مخامخ یو.»