د ښایسته ودانیو سیوري کې: هغه کسان چې هره شپه د نیول کېدو وېره لري

هند کې پر کډوالو چاپې: په جونګړو او لوړپوړیزو ودانیو کې په ورته توګه غوغا خپره ده
په ګروګرام کې چې د ډیلي ښار ته څېرمه یوه شتمنه سیمه ده، د ښایسته اپارتمانونو، عصري ودانیو او قیمتي موټرو تر څنګ، له کثافاتو ډکې کوڅې، مچان، او خیمې جوړې شوې چې کډوالۍ پکې اوسېږي.
دلته د هند شتمن خلک په داسې بلاکونو کې اوسېږي چې سترې دروازې لري او ساتونکي یې څاري، خو نږدې خټینه سیمه کې هغه بېوزله کارګران ژوند کوي چې د نورو کورونه پاکوي، کثافات ټولوي او ورځنۍ مزدورۍ کوي.
تېره میاشت، سیمهییزو چارواکو سلګونه کارګران، چې زیاتره یې وايي، دوی د بنګال ایالت بنګله ژبي مسلمانان دي، د “تصدیق” په نوم عملیاتو کې نیولي. نیول شوي کسان د تابعیت اسنادو کره کولو لپاره ځانګړو مرکزونو ته انتقال شوي دي، ډېرو یې ادعا کړې چې پولیسو له دوی سره ناوړه چلند کړی. خو پولیس دا تورونه ردوي.
اطهر علي شیخ، چې له ۱۵ کلونو راهیسې په دې ځای کې ژوند کوي، وايي: “ما د رایې کارت او ملي پېژندپاڼه لرله، خو هغوی وویل جعلي دي. شپږ ورځې مې داسې تېرې کړې چې هېڅ برخلیک مې معلوم نه و.