د کډوالو راتلونکې: د افغانستان لوی سفیر له ملګرو ملتونو استازې سره وکتل

په اسلام‌اباد کې د ا.ا لوی سفیر، مولوي سردار احمد شکیب د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پاکستان څانګې له مشرې «فلیپا کندلر» سره کتلي دي.
د سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لورو هلته د مېشت افغان کډوالو پر ستونزو او جبري ایستلو بحث کړی دی.
مولوي سردار احمد شکیب په دې کتنه کې له پاکستان څخه افغانستان ته ‘په خپله خوښه د ستنېدونکو افغانانو لپاره’ د اسانتیاوو پر رامنځته‌کېدو ټینګار کړی دی.

دکمه بازگشت به بالا