دایکندي پولیسو له ښار ۳۵ روږدي راټول کړي، درملنې ته استول شوي

د دایکندي ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر ضد د درې ورځنیو منظم عملیاتو په ترڅ کې ۳۵ تنه روږدي کسان له ښار څخه راټول شوي او د درملنې لپاره د ولایت ۲۰۰ بستریز حمایوي مرکز ته لېږل شوي دي.

د امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر ویلي، چې دغه عملیات د رهبري مقام د لارښوونې او د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر ضد معینیت د پالیسیو په اساس ترسره شوي، او موخه یې د نشه‌یي توکو د پېر او پلور، قاچاق، خپرېدو او د معتادینو د شمېر د زیاتېدو مخنیوی دی.

د ولایت امنیې قوماندانۍ مشرتابه د خلکو د همکارۍ ستاینه کړې او له وګړو یې غوښتي چې د سالمې ټولنې د جوړولو، د خوندي چاپېریال د رامنځته کولو او د ځوان نسل د ملاتړ په برخه کې خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي.

د ۲۰۰ بستریز مرکز مسوولین وایي، چې یوازې په تېرو دوو اوونیو کې ۱۴۵ تنه معتادین له ښار څخه راټول شوي او د درملنې تر پروسې لاندې دي. د مرکز چارواکو ټینګار کړی، چې د نشه‌یي توکو د ستونزې د کمولو لپاره دوامداره هڅې او د ټولنې مشارکت اړین دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f685h
دکمه بازگشت به بالا