دایکنډي کې د پیازو ساتنې لپاره ۵۵ سړې خونې جوړې شوې

دایکنډي کې د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی چې دغه ولایت درې ولسوالیو کې د پیازو ساتنې لپاره ۵۵ سړې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د یاد ریاست مسوولین وايي، دا پروژې د کرنیزو محصولاتو ساتنې پیاوړتیا، د بزګرانو ملاتړ او د حاصلاتو ضایعاتو کمولو په موخه عملي شوې دي. د دوی په وینا، د پروژې ټول لګښت ۷۰۶ زره او ۹۵ امریکايي ډالرو ته رسېږي.
چارواکي زیاتوي، سړې خونې په نیلي، پاتو او شهرستان ولسوالیو کې جوړې شوې، چې له لارې به یې بزګران وکولای شي خپل پیاز د اوږدې مودې لپاره خوندي وساتي، بازار ته یې د مناسب وخت پر مهال وړاندې کړي او اقتصادي زیانونه راکم کړي.
د کرنې برخه مسوولین ټینګار کوي چې دا ډول بنسټیزې اسانتیاوې د کرنیز سکتور د پیاوړتیا، د کلیوالي اقتصاد ودې او د خوراکي توکو د ضایعاتو مخنیوي برخه کې مهم رول لري، او هڅې روانې دي چې ورته پروژې نورو سیمو ته هم وغځول شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w290w
دکمه بازگشت به بالا