دفاع وزارت: په ننګرهار کې پاکستانۍ جېټ الوتکه نسکوره او پېلوټ ژوندی نیول شوی

د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې تأیید کړې چې په ننګرهار ولایت کې افغان ځواکونو د پاکستانۍ جېټ الوتکې نسکورول او د هغې پېلوټ ژوندي نیول ترسره کړي دي.
د وزارت په وینا، پېښه د نن ورځې په جریان کې رامنځته شوې او اړوند ځواکونه پر خپل وخت اقدام کړی دی. اعلامیه زیاتوي چې د الوتکې له نسکورېدو وروسته پېلوټ ژوندی نیول شوی او تر څار لاندې ساتل کېږي.
تر اوسه د عملیاتو د څرنګوالي، د الوتکې د دقیق ډول او د پېلوټ د هویت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي. دفاع وزارت ویلي چې بشپړ معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.
دا پرمختګ په داسې حال کې تأییدېږي چې په وروستیو ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ امنیتي وضعیت ترینګلی شوی

لینک کوتاه

https://sarie.news/q883q
دکمه بازگشت به بالا