دوحه: د اسرائیلو پر بریدونو د عربي او اسلامي هېوادونو بېړنۍ سرمشریزه

د حماس پر مشرانو د اسرائیلو له برید شاوخوا یوه اونۍ وروسته، د قطر پلازمېنه دوحه د دوشنبې په ورځ د عربو او اسلامي هېوادونو د یوې بېړنۍ سرمشریزې کوربتوب کوي.

سرمشریزې ته د چمتووالي په موخه به د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د یکشنبې په ورځ جوړه شي، او د دوشنبې پر ورځ به د هېوادونو مشران ناسته ولري. کتونکي وايي، د دوحې سرمشریزه ښايي د اسرائیلو د وروستیو خوځښتونو پر وړاندې یوازې له لفظي غندنې هاخوا د یوې ګډې اعلامیې د تیاري لپاره یوه تاریخي موکه وي. ځینې کارپوهان وايي، د قطر سترګې د سیمې نورو هېوادونو ته دي چې له اسرائیلو سره د مقابلې لپاره کوم انتخابونه مخې ته کوي. د قطر ‘الشرق’ ورځپاڼې مشر مدیر جابر الحرمي وايي چې دې غونډې پورې ډېرې هیلې تړلې دي او که چېرې په کې د اسرائیلو پر وړاندې کوم عملي څه ونه لیدل شي، نو دا به یوه بې معنا غونډه وي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a800s
دکمه بازگشت به بالا