دوحه کې د عربي او اسلامي هېوادونو بېړنۍ غونډه؛ د اسرائيل پر وړاندې د بندیزونو غوښتنه وشوه

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د حماس پر دفتر د اسرائیل د تېرې اوونۍ حملې وروسته، د نژدې ۶۰ عرب او اسلامي هېوادونو رهبران په دوحه کې په یوه بېړنۍ غونډه کې سره راغونډ شول. دوی په خپله نهايي اعلامیه کې د اسرائیل یاده حمله غندلې، خو د کومو مشخصو اقداماتو اعلان یا خبرداری ېې نه دی ورکړی.

دغو رهبرانو د نړۍ له هېوادونو څخه غوښتي دي چې پر اسرائيل دې د وسلو پلور متوقف کړي او تر هغې چې اسرائیل په غزه کې جګړه نه وي درولي پر خپلو ديپلوماتيکو او اقتصادي اړیکو دې بیا کتنه وکړي.

غونډې ته د عرب اتحاد او د اسلامي همکاريو سازمان د رابلل شوو غړو هېوادونو د نهايي اعلامیې پر اساس، له هېوادونو غوښتل شوي چې د بندیزونو د لګولو او د وسلو د تحریمونو په ګډون دې «د اسرائيل پر وړاندې قانوني او موثر اقدمات ترسره کړي، ترڅو د فلسطینيانو پر ضد د خپلو یرغلیزو حملو ادامه ودروي.»

په اعلامیه کې د اسلامي همکاريو سازمان د ۵۷ غړو هېوادونو څخه غوښتل شوي چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د اسرائيل د غړيتوب د ځنډولو له پاره دې سره یو ځای شي.

د دوحې د غونډې ګډونوالو «د قطر پر ضد د اسرائیل وحشیانه یرغل» او همدارنګه په غزه کې «د نسل وژنې، توکمي تصفیې او لوږې په ګډون کړنې د اسرائیل د یرغلیزو کړنو ادامه» بللې ده. دوی همدارنګه په نورو سیمو کې د مېشتېدا او د پراختیا طلبۍ تګلارو سره مخالفت ښودلی، وايي دا په سیمه کې سولې ته د رسېدو هر ډول هڅې تضعیفوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5660a
دکمه بازگشت به بالا