ذبیحالله مجاهد اوربند لا هم عملي دی؛ خواجه آصف شک څرګند کړی

د بیبیسي د راپور له مخې، د افغانستان د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد ویلي، هغه ۴۸ ساعته اوربند چې پرون (چهارشنبه) اعلان شوی و، تر اوسه هم پر خپل ځای دی او د دواړو لوریو له خوا عملي کېږي.
خو د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه اصف، د دغه اوربند د دوام په اړه شک څرګند کړی دی. نوموړي تېره شپه د پاکستان له جیو خصوصي ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې ادعا وکړه، چې د افغانستان اسلامي امارت اوس د هند لپاره نیابتي جګړه کوي.
ده په خپلو خبرو کې وویل: «پر بیرغ یې کلمه طیبه لیکلې، خو دوی اوس د هند لپاره کار کوي.»
خواجه اصف د کابل د وروستي هوايي برید په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې هم وویل: «زه په دې اړه ډېر څه نه وایم، خو موږ د افغانستان په هره برخه کې د بمبارۍ کولو وړتیا لرو.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دواړو هېوادونو اړیکې له څو ورځو راهیسې ترینګلې دي او د پولې دواړو غاړو ته د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.