ذبیحالله مجاهد د خواجه آصف واک يوازې تر اېکس پورې محدود دی

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، چې موږ هېڅکله د خواجه اصف څرګندونو ته ځواب نهورکوو، ځکه نوموړی واک نهلري او د هغه واک تر اېکس (ټوېټر) محدود دی.
ښاغلي مجاهد له «طلوع نيوز» سره په مرکه کې زياته کړې: “موږ پوهېږو چې پاکستان جګړه نه غواړي، او هلته سياسي ګوندونه هم د جګړې پلوي نه دي. دا چې دوی جګړه نه غواړي، موږ يې هم نه خوښوو. ”
د اسلامي امارت د وياند دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف په دې وروستيو کې له افغانستان سره د جګړې دوام په تړاو څرګندونې کړې وې.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6913a

