راستانه شوي افغان کډوال: زرګونه کورنیو ته نغدي، روغتیايي او مخابراتي مرستې وړاندې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د وروستي راپور پر بنسټ، د هېواد له بېلابېلو لارو په زرګونه افغان کډوال په اجباري توګه بېرته راستانه شوي او اړینو مرستو ته یې لاسرسی موندلی دی.
راپور ښيي، یوازې د جمعې په ورځ د هرات له اسلام کلا، نیمروز د ورېښمو له لارې، کندهار د سپین بولدک، ننګرهار د تورخم او د هلمند د بهرامچې له لارې په ټولیز ډول ۱۲۴۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۱۱۷ کسانو ته رسېږي، ثبت او بایومټریک شوي دي.
د راپور له مخې، له ۱۲۸۴ کورنیو سره د ټرانسپورټ او لېږد په برخه کې مرسته شوې او دوی په خوندي توګه خپلو ټاکلو ولایتونو ته انتقال شوي دي. همدارنګه د مالي چارو د تنظیم کمېټو له لوري له ۱۴۴۶ کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې دي.
د روغتیا، مخابراتو او عامه پوهاوي کمېټو د راستنېدونکو کډوالو لپاره د لومړنیو اړتیاوو لکه ډوډۍ، اوبو، روغتیایي خدمتونو او مخابراتي سیمکارتونو وېش برابر کړی دی.
د ويلو ده، چې یوازې په وروستي راپور کې د کډوالو ترمنځ ۹۹۶ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.