راشد خان له غازي لوبغالي تر نړيوال شهرته، د افغانستان د کرېکټ لس کلنه اتلولي

لس کاله وړاندې په اکټوبر میاشت کې افغانستان په نړیوال کرېکټ کې داسې لوبغاړی پیدا کړ، چې ژر یې نوم وګاټه او په دوامداره توګه وځلېده.
راشد خان په کورني کرېکټ کې له ځلېدو سره روزونکي او د کرېکټ بورډ چارواکي دې ته اړ کړل چې په هر مجلس کې یې یاد کړي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکی رئیس خان احمدزی د راشد خان په اړه وايي چې په کورني کرېکټ کې یې ډېرو نوم یاداوه او ده د لومړي ځل لپاره راشد خان چې هغه وخت “راشد ارمان شینواری” و، په غازي امان الله خان لوبغالي کې ولید.
“ما په یوه درې ورځنۍ لوبه کې ولید چې شاوخوا ۶۵ منډې یې هم وکړې او ښه توپویشتنه یې هم وکړه. ما سره د کرېکټ بورډ ځینې چارواکي ناست وو او ورته ومې ویل چې دا په رښتیا هم لوی استعداد دی او د افغانستان لپاره به ځلانده ستوری وي. د افغانستان کرېکټ خوشبخته دی چې راشد خان لري.”
د ۲۰۱۵ کال د اکټوبر په ۱۸مه یې لومړۍ سیالۍ د زېمبابوې پر وړاندې وکړه. له همدې ځایه یې د یوه داسې لوبیز سفر پيل وکړ، چې نه یوازې د افغانستان د ورو توپ اچوونې برخه یې ورسره پیاوړې کړه، بلکې پياوړو توپ وهونکو ته یې سرخوږی جوړ کړ.