راولپنډۍ د عمران خان درې خویندې له نیول کېدو څو ساعته وروسته خوشې شوې

پاکستاني امنیتي ځواکونو د پخواني لومړي وزیر عمران خان درې خویندې، چې د لړم په ۲۷مه د اسلام‌اباد په راولپنډۍ سیمه کې د اډیاله زندان شاوخوا د اعتراض پر مهال نیول شوې وې، له څو ساعتونو بند وروسته بېرته خوشې کړې دي.

د راپورونو له مخې، د عمران خان خور علیمه خان هغه مهال د پولیسو له‌خوا ونیول شوه چې د اډیاله زندان ته څېرمه یې د خپل اعتراض پای ته رسولو څخه انکار وکړ. نوموړې وروسته له هغه اعتراض پیل کړ چې د تحریک انصاف ګوند له بنسټګر عمران خان سره د ملاقات اجازه ورنه‌کړل شوه او هغې په غبرګون کې د احتجاجي ناستې د دوام پرېکړه وکړه.

امنیتي چارواکو ویلي چې د وضعیت د کنټرول او د هر ډول احتمالي ګډوډۍ د مخنیوي لپاره یې علیمه خان او د هغې دوې خویندې لنډ مهال بند ته انتقال کړې، خو تر لنډې څارنې وروسته بېرته خوشې شوې.

همدارنګه سیمه د امنیتي ځواکونو تر جدي څار لاندې ساتل شوې وه څو د اعتراضونو د پراخېدو یا احتمالي ګډوډیو مخه ونیول شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q3016w
دکمه بازگشت به بالا