راپور: سږکال په پاکستان کې د ناامنۍ له امله له درې زرو زیات کسان وژل شوي

د سویلي آسیا د امنیتي څار پورتال(South Asia Terrorism Portal) راپور ورکړی، په روان ۲۰۲۵ میلادي کال کې په پاکستان کې د ناامنۍ له امله د مرګ‌ژوبلې شمېر ۳ زره او ۱۵۹ تنو ته رسېدلی دی.

د دغه پورتال د راپور له مخې، د روان کال له پیل څخه د اکتوبر تر ۲۳مې نېټې پورې په پاکستان کې ۸۶۵ د وژنو پېښې، د ۵۳۷ ملکي وګړو وژل، د ۹۷۸ پوځیانو مرګ‌ژوبله، او په ټوله کې ۱۶۴۳ د ناامنۍ اړوند پېښې ثبت شوې دي.

یاد پورتال، چې هر کال د پاکستان د امنيتي پېښو شمېرې خپروي، ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د ناامنۍ پېښې د تېر کال په پرتله زیاتې شوې دي.

ويل‌کېږي، د تاوتریخوالي د کچې دوام ښيي چې د پاکستان امنیتي وضعیت لا هم له ننګونو سره مخ دی، او دا حالت د خلکو پر ژوند او اقتصادي چارو ناوړه اغېز پرېږدي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1242s
دکمه بازگشت به بالا