راپور یو شمېر افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ په چټکۍ روانه ده، او د وروستیو معلوماتو له مخې یوازې پرون (شنبه) ۵ زره او ۹۸۶ تنه افغان کډوال له بېلابېلو سرحدي لارو هېواد ته داخل شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په راپور کې راغلي، چې یاد کسان د ۱،۲۶۵ کورنیو په چوکاټ کې د سپین بولدک، تورخم، ورېښمو او اسلامکلا له بندرونو څخه را اوښتي دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، راستانه شویو کورنیو ته د اړتيا وړ بېلابېلې مرستې، لکه بیړنۍ خوراکي توکي، سرپنايي توکي او لومړنۍ اړتیا لرونکي مواد هم ورکړل شوي دي.
چارواکي وایي، د وروستیو شپږو میاشتو په ترڅ کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو کچه په بېسارې توګه لوړه شوې ده، چې له امله یې زرګونه کورنۍ له سختو انساني، اقتصادي او ټولنیزو ننګونو سره مخ شوې دي. د کډوالو سره د مرستې بنسټونه وايي، د راستانه شویو په شمېر کې د دوامداره زیاتوالي له امله د هغوی د استوګن ځایونو، اساسي خدماتو او د ژوند لومړنیو اړتیاوو برابرول یو جدي انساني فشار رامنځته کړی دی.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ټینګار کړی چې د راستانه شویو کورنیو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې روانې دي، خو د زیاتېدونکو کډوالو د مدیریت لپاره لا پراخې همکارۍ او منابعو ته اړتیا لیدل کېږي.

