روزګان په ترینکوټ کې د وسلو لویه زېرمې کشف، درې کسان نیول شوي

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په روزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه کشف شوې ده. د کشف شوې زېرمي په ترڅ کې سلګونه مرمۍ او دوه لاسي بمونه ترلاسه شوي دي.

سرچینې ویلي، له نیول شویو مهماتو څخه ۲۱ زره د کلاشینکوف او پیکا مرمۍ، ۲۰۰ د دهشکې مرمۍ، ۳۰۰ د راکټ انداز مرمۍ او دوه لاسي بمونه شامل دي. د پېښې په تړاو درې کسان نیول شوي او پر هغوی څېړنې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغه اقدامات د امنیت د ټینګښت او د وسلو او مهماتو غیرقانوني پلور او لېږد مخنیوي لپاره ترسره کېږي. چارواکي ټینګار کوي چې د امنیتي ځواکونو هڅې دوام لري څو د ټولنې خونديتوب او د قانون حاکمیت وساتل شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f700h
دکمه بازگشت به بالا