روسیه د افغانستان له لارې د رېلپټلۍ جوړولو ته لېواله یو.

روسي رسنیو د لومړي وزیر د مرستیال د الیکسی اورچيوک له قوله راپور ورکړی چې دا هېواد د افغانستان له لارې د رېلپټلۍ د جوړولو په برخه کې لېوالتیا لري او په دې تړاو خبرې اترې پیل شوې دي.
اورچوک ویلي، د روسیې لپاره دا مهمه ده چې د نړۍ له جنوبي هېوادونو سره د نښلېدو نورې لارې رامنځته شي، ځکه دا چاره به په ځانګړې توګه د ټرانسپورټ په برخه کې د دغه هېواد پر اقتصادي او سوداګریزو ګټو مثبت اغېز ولري.
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان له مسیر څخه د رېلپټلۍ تېرېدل کولی شي روسیه له جنوبي سیمو سره نوره هم نږدې کړي او د سیمهییز اتصال لپاره نوې ستراتيژیکې زمینې برابرې کړي.
دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې د ایران د رېلپټلۍ ادارې اجراییوي رییس جبار علي ذاکري خبر ورکړی، چې د افغانستان له لارې له چین سره د ایران د نښلولو لپاره د یوې نوې او ستراتیژیکې رېللارې طرحه د دوی په کاري اجنډا کې شامله ده.

