روسیه د پوتین په مستقیم امر د احتمالي اټومي ازموینې چمتووالی روان دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې دغه هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین د مستقیم امر لاندې د احتمالي اټومي ازموینې لپاره چمتووالی نیسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن(یکشنبه، د لړم ۱۸مه) ویلي، چې دا امر د نومبر ۵مه د روسیې د امنیت شورا په غونډه کې تصویب شو او اوس مهال پلي کیږي.

هغه همداراز ویلي، چې د دې پرېکړې په اړه نورې خبرې به وروسته وکړي.

دا پرېکړه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په ځواب کې ده، چې اعلان یې وکړ چې متحده ایالات غواړي خپلې اټومي ازموینې بیا پیل کړي. لاوروف زیاته کړه چې مسکو تر اوسه د واشنګټن څخه د پرېکړې د جزئیاتو په اړه کوم رسمي وضاحت نه دی ترلاسه کړی.

په ورته وخت کې، د امریکا متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ کړکیچونه په چټکۍ سره زیات شوي، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې ټرمپ د پوتین سره پلان شوې غونډه لغوه کړه او په روسیه یې نوي بندیزونه ولګول.

کریملین ته نږدې سرچینو راپور ورکړی چې د پوتین باور په لاوروف هم کمزوری شوی او په حکومت کې د هغه دریځ نور هغه څه ندي چې پخوا وو.

لینک کوتاه

https://sarie.news/A1334S
دکمه بازگشت به بالا