روسیه کې د واټس‌اپ خدمتونه د بندیز له ګواښ سره مخ شوي

د روسيې انټرنيټي تنظيموونکې ادارې د «مېټا» شرکټ اړوند واټس‌اپ پيغام رسونې اپلېکېشن خدمتونه د بنديز له ګواښ سره مخ کړي دي.
فايننشل ټايمز راپور ورکړی، چې دم‌ګړۍ په روسيه کې شاوخوا ۱۰۰ ميليونه کسان د واټس‌اپ پيغام رسونې اپلېکېشن کاروي، خو روسي چارواکو تر اوسه دا نه دې روښانه کړې چې دغه اپلېکېشن ولې د انټرنېټي خدمتونو له رسمي لارښوده ایستل شوی.
تر دې وړاندې روسیې د «مېټا» شرکت پر ځینو نورو ټولنیزو شبکو هم محدودیتونه لګولي وو، خو د واټس‌اپ د احتمالي بندیز په اړه وروستي اقدامات د دغه هېواد د ډیجیټلي خدمتونو د محدودولو د سیاستونو د دوام برخه بلل کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q311q
دکمه بازگشت به بالا